خبرونه 27 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

کابلوف: د پخواني افغان رژیم ځانګړي ځواکونه په اوکراین کې د روسیې پر ضد جنګېږي

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف سپوتنیک ته ویلي چې د پخواني افغان رژیم ځینې ځانګړي ځواکونه د اوکراین د ملتپالو تر څنګ د کی‌یف په ملاتړ جنګېږي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ رپوټ د ښاغلي کابلوف په حواله وايي: د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانیو جنګیالیو په اوکراین کې د کی‌یف په ملاتړ جګړه کړې ده.

کابلوف زیاته کړه چې د دغو ځانګړو ځواکونو یو شمېر له داعش سره یو ځای کېږي او په عراق او سوریه کې جنګېږي او ځینې یې ظاهراً د پیسو په بدل کې له اوکرایني نازیانو سره یوځای کېږي. خو دا په طالبانو پورې اړه نه لري.

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازي هم ادعا کړې چې د دې خطر شته چې له افغانستان څخه غلا شوې چورلکې اوکراین ته ورسیږي.

د سپوتنیک په وینا، هغه وویل چې روسیه نه غواړي چې دا تجهیزات د اوکراین لاس ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه، شاوخوا ۶۰ چورلکې او الوتکې تاجکستان ته او له ۴۰ تر ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لېږدول شوي دي.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې دغه الوتکې باید افغانستان ته وسپارل شي. طالبانو په دې اړه تاجکستان او ازبکستان ته هم خبرداری ورکړی و.

ضمیر کابلوف په ازبکستان کې د افغانستان په وروستۍ غونډه کې د قرغزستان د استازي په حواله ویلي چې د افغانستان د پخواني رژیم شاوخوا یوسل و لس زره ځانګړي ځواکونه له هېواده وتلي او امریکا ته د ننوتو په تمه دي.

د دغه روسي دیپلومات په وینا، طالبانو ژمنه کړې چې اوکراین ته به وسله وال یا ترهګر نه استوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *