افغانستان 27 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د چین سفیر: په نړۍ کې یو چین شتون لري او تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده

په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو» نن د تایوان مسئلې په اړه په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په نړۍ کې یو چین شتون لري او تایوان د چین خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې تاریخي او قانوني واقعیتونه یې بیخي روښانه دي او نړیواله ټولنه یې هم مني.

memaarpress.com

په دې غونډه کې د چین سفیر، د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د مشرې نانسي پېلوسي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل چې د مېرمن پېلوسي دغه کار د یو چین پېژندنې له اصل او د چین او امریکا له درېیو ګډواعلامیو څخه په ډاګه سرغړونه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو سیاسي بنسټ یې سخت زیانمن کړ.

هغه زیاته کړه: چین له دغه سفر سره سخت مخالفت لري او په کلکه یې غندي.

وانګ یو، د تایوان د تاریخچې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د چین حکومت، په ۱۶۷۴ کال تر پوځي ولایتي حکومت لاندې د تایوان سیمه ییز حکومت جوړ کړ او پدې سره په ۱۸۸۵ کال کې تایوان شلم ولایت وګنل شو.

د هغه په خبره؛ د چین او جاپان ترمنځ سمندري جګړې په پایله کې، تایوان له چین څخه بېل شو او د شلمې پېړې په څلورمه لسیزه کې، چینایانو له جاپانیانو جګړه وګټله او تایوان بېرته له چین سره یوځای شو.

هغه څرګنده کړه چې چین د نړۍ له ۱۸۱ هېوادونو سره ډيپلوماتیکي اړیکې لري او امریکا هم په ۱۹۷۹ کال کې، له چین سره د سیاسي اړیکو د ټینګېدو په اعلامیه کې د چین ولسي جمهوریت د مشروع حکومت په توګه پېژندلی دی.

د ښاغلي یو په خبره؛ امریکا تایوان ته د مېرمن پېلوسي د وروستي سفر په ملاتړ سره، خپله کړې ژمنه ماته کړې او غواړي چې د تایوان له مسئلې څخه په استفادې سره د چین د پرمختګ مخه ونیسي چې د دې ترینګلتیا پړه د امریکا پر غاړه ده.

وانګ یو، امریکا د سیاسي شخړو پر راپارولو، د سیمه ییز حالت او امنیت پر ترینګلتیا او ګواښولو، سپین ته پر تور او تور ته پر سپین ویلو او د نړیوالو نظر ته په سپکاوي، په نړیواله ټولنه کې د نظریې د ګډوډوۍ په موخه د تایوان مسئلې د روسیې د اوکراین له شخړې سره پر نښلولو، د تایوان تنګی د اوسني حالت د بدلولو په اړه پر چین د بې دلیله تورونو پر لګولو، د چین د جدي احتجاج له په پام کې نیولو پرته د خپلسرو عملیاتو پر ترسره کولو او د نړیوال قانون پر نه پام کولو تورن کړ او په ډاکه یې کړه چې په نړۍ کې یو چین شتون لري، تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چین ولسي جمهوریت د دغه هېواد په استازیتوب یوازېنی مشروع حکومت دی.

د چین سفیر، امریکا په نړۍ کې تر ټولو لویه جګړه پلورونکې، د نړیوالې سولې تر ټولو لویه ویجاړوونکې او د سیمه ییز ثبات تر ټولو لویه ستونزه جوړوونکې وبلله او ویې ویل چې دغه هېواد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیاتې شخړې راپارولي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کړې او د ګډوډیو په رامنځته کولو سره یې زیاتې شتمنۍ ترلاسه کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر د خپلو خبرو په څنډه کې، په افغانستان کې د امریکا تېرې شل کلنې جګړې او په دغه هېواد کې ځینو جنایتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د افغانانو ارادې ته له پامه غورځولو سره، د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ، چې په پایله کې د دغه هېواد ملي حاکمیت، امنیتي او پرمختیايي ګټو ته سخت زیانونه ورسېدل.

د هغه په وینا؛ امریکا اوس هم افغانانو ته ستونزې جوړوي؛ پر افغانستان یې خپلو اقتصادي او پولي بندیزونو ته دوام ورکړی او د افغانانو شتمنۍ یې کنګل او غلا کړې ده.

وانګ یو، په خپلو خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې له لاس ته راغلي فرصت څخه دې په استفادې سره، خپل وطن آباد، خپله راتلونکې او برخلیک دې په خپله وټاکي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې چین به د ښه ګاونډي، ورور او همکار په توګه له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *