د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٧٠ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲ زره کورونه زیانمن شوي دي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، يوازې د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ د شينوارو او سياه ګرد په سيمو کې ٢٩ تنه مړه او شاوخوا سل نور ټپيان شوي دي.
د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت زیاته کړه چې د دې طبیعي ناورین سره د مبارزې لپاره جدي کار کوي چې د افغانستان یو پر دریمه برخه ولایتونه یې اغیزمن کړي دي.
دغه وزارت له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.