افغانستان 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: طالبان لا هم د وضعیت د ښه کولو چانس لري/ د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه فکر وکړي

د طالبانو په لاس د کابل د سقوط د کلیزې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له دغې ډلې څخه غوښتي چې په دې اړه فکر ورکړي او ویې ویل چې لا هم په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو او د دغه هېواد خلکو ته د هیلو د رامنځته کولو فرصت شته

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه بنسټ تېره شپه (دوشنبه د اسد ۲۴مه) په خپلو ټوېټر او فېسبوک پاڼو له طالبانو وغوښتل چې له نړۍ سره د تعامل په اړه فکر وکړي او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

یوناما زیاته کړه، “یو کال وروسته موږ له طالبانو څخه غواړو چې فکر وکړي. لا هم وخت شته چې د افغانستان د لوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او خلکو ته امید ورکړي.”

دې ادارې ټینګار وکړ چې “د بدلون پرته، ټول شیان خراب کیدای شي.”

یوناما زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به له هغو کسانو سره چې د بشري حقونو درناوی کوي او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي، همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کلنه کلیزه وه.

تر دې مخکې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو، په ځانګړې توګه د بین الافغاني سولې پروسې پر پیلولو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

خو؛ طالبان اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله بولي.

دا مسله د دې لامل شوې چې د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت ونه پیژني.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *