خبرونه 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ازبکستان په سمرقند ښار کې د اروپايي ټولنې د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۸مه غونډه

د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۸مه غونډه به د نومبر په میاشت کې د ازبکستان په تاریخي ښارر سمرقند کې جوړه شوه.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اروپا د چارو عمومي رييس په ازبکستان کې د اروپايي ټولنې د استازي له مرستيال سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د اتلسمې غونډې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي او د همکاريو د زياتوالي په باب خبرې اترې او تبادلې وشوې.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي: د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په چوکاټ کې به د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو لومړى کنفرانس د همکاريو د پراختيا په هدف جوړ شي.

د يادونې ده، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو د وزيرانو ١٧مه غونډه د نومبر په مياشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *