افغانستان 25 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یونیسف: د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تحلیل ښيي چې د تېر کال په اوږدو کې له زده کړو څخه د نجونو د منع کولو له امله د افغانستان اقتصاد ته څه کم ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲۴ مه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د زده کړو له حق څخه د نجونو بې برخې کول د هیواد پر اقتصاد ناوړه اغیز کړي او له زده کړو څخه د نجونو لرې ساتل د افغانستان د ناخالصو تولیداتو 2.5٪ لګښت لري.

د دغه بنسټ په وینا، که ۳ میلیونه نجونې منځنۍ او لوړې زده کړې بشپړې کړي، نو په راتلونکي کې به د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵ میلیارده ډالره ګټه ورسوي.

د دغه تحلیلي راپور په خپرولو سره یونیسف ویلي، چې د دغو شاګردانو د زده کړو محرومیت غیر مالي زیانونه هم لري. یو له هغو څخه دا دي چي افغانستان به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخ شي.

طالبان ادعا کوي، چې دا مهال د ټولنې د نارضايتۍ له امله تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پخوانۍ دورې له رانسکورېدو مخکې هم ډېری نجونې ښوونځیو ته تللې.

لکه څنګه چې د هرات ولایت د پوهنې ریاست په 1394 کال کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت د ښوونځیو 48 سلنه زده کوونکي نجونې دي.

په راپور کې راغلي چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو مخکې د ۴،۲ میلیونو ماشومانو له ډلې ۶۰ سلنه یې نجونې وې.

خو په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر محمد ايویا هم وویل، چې زده کړه نه یوازې د هر ماشوم حق دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې ودې بنسټ هم دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د شپږم ټولګي لوړ د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *