د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر له مرستیال سره په کتنه کښې وویل: د سیمې په کچه د اقتصادی یووالی او له تهران سره د تجارت د زیاتولو لپاره باید ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراخ شی او لګښتونه کم شی
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی (نن یکشنبه د اسد ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګرۍ له مرستیال علیرضا بیګدالی او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سفیر بهادر امینیان سره په کابل کي کتنه او خبرې اترې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرینو لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د برابرولو په اړه بحث او کتنه وشوه.
په دې کتنه کې امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له حضور څخه د مننې ترڅنګ، په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرینو لپاره د ویزو د ورکړې د اسانتیا غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ: په سیمه ایزه کچه د اقتصادی یووالی او له ایران سره د تجارت د زیاتولو لپاره باید ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراخ شی او لګښتونه کم شی.
په کابل کې د ایران سفارت نن اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له طالب چارواکو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر کړی دی.
په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: “د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ مرستیال علیرضا بیګدلي له افغان چارواکو سره د قونسلګرۍ د همکاریو، ایران ته د افغانانو د غیر قانوني سفرونو د قانوني کولو، د ګډو پولو د امنیت د تامین او د اربعین په جریان کې کربلا ته د سفر لپاره د غوښتونکو لپاره ویزې په اړه د خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.