افغانستان 25 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

زلمی خلیلزاد: په افغانستان کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري شتون د امریکا او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ لامل شوی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په کابل کې د الظواهري حضور د طالبانو او امریکا ترمنځ د بې باورۍ لامل شوی او که دا ډله قانع کوونکی توضیحات وړاندې نه کړي، دا کیدای شي د اړیکو د جوړولو په ګډون د طالبانو د غوښتنو د پوره کیدو مخه ونیسي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري آژانس له مخې خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک د ترلاسه کولو د لومړۍ کلیزې په مناسبت له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا له ۱۸ کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې وو او واشنګټن ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار د طالبانو له خوا د مشروع حکومت په رسمیت پیژندل دي.

د خلیلزاد په وینا د نړیوال وضعیت د بدلون او د جګړې د لوړ لګښت په څېر دلایلو په تدریجي ډول امریکا دې پایلې ته ورسوله چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني او له هغه وروسته طالبان او افغان حکومت مذاکراتو ته داخل شول.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ او بایډن دواړه دې نتیجې ته رسیدلي وو چې که دوی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغان ډلو تر منځ د سولې تر هوکړې پورې وځنډوي، ښايي دغه هوکړه لاسلیک نه شي. او دا به د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو لامل شي چي دا له افغانستان څخه د وتلو اړتیا په اړه د دواړو ولسمشرانو له چلند سره په تضاد کې دی.

د مرکې په یوه بله برخه کې زلمي خلیلزاد ویلي چې د مرکې په یوه بله برخه کې زلمي خلیلزاد ویلي، چې طالبانو له څپل ژمنې سره سم په ۱۸ میاشتو کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه دي کړي، په داسې حال کې چې امریکا د افغان حکومت له ځواکونو سره مرسته کړې چې پر طالبانو بریدونه وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له څو پوځي لارو کار اخیستل کېدای شي، وویل چې اوس مهال داسې نه ښکاري چې پوځي انتخاب په پراخه کچه لکه د افغانستان اشغال تر بحث لاندې وی، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امریکا د ګټو د دفاع لپاره پوځي عملیات اړین دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *