د بريتانيا حکومتي سرچينې وايي، چې امريکا د کابل تر سقوط پورې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له جزئياتو بريتانيا ته معلومات نه وو ورکړي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ سنډې ټایمز د یکشنبې په ورځ (اګست ۱۴) راپور ورکړ چې د دوحې له تړون څخه د لندن د لرې کولو په اړه د واشنګټن پرېکړې د بریتانیا او امریکا تر منځ پر “ځانګړو اړیکو” د پام وړ اغېز کړی دی.
د سنډی ټایمز د برتانیې د حکومتی سرچینو سره د مرکو له مخې، دا څرګنده شوې چې د دوحې تړون سره ضمیمه هیڅکله د انګلستان یا نورو ناټو ملګرو سره شریکه شوې نه وه.
دغې بریتانوۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د دوحې د موافقې د ضمیمې په هکله د بریتانیا له څو میاشتو بي خبرۍ وروسته د هغه وخت د بریتانیې د دفاع د وزارت مشر جنرال سر نیک کارټر له خپل امریکایي سیال جنرال مارک میلي سره د توضیحات غوښتنه وکړه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو. ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د دغه تړون لاسلیک د طالبانو په لاس کې د پخواني افغان رژیم د نسکورېدو اصلي لامل و.