افغانستان 24 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د الظواهري تر مرګ وروسته په کابل کې د سراج الدین حقاني شتون

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تصویرونه خپاره کړي او خبر ورکوي چې د دغه وزارت د مشر سراج الدین حقاني په شخصي پیسو یو جومات پرانیستل شوی دی. په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو څوارلس ورځې وروسته سراج الدین حقاني په کابل کې راڅرګند شو

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د اسد په ۲۲مه اعلان وکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د امریکايي پوهنتون د پخواني استاد تیموتي ویکس په حضور کې په دغه وزارت کې د «الفتح» جومات پرانیست.

د کابل په شیرپور کې د ایمن الظواهري پر ځای د امریکا له برید څو شېبې وروسته سراج الدین حقاني له پلازمېنې وتلی او د ولسي وګړو له یوه کاروان سره پکتیکا ولایت ته وتښتېد.

د دغو راپورونو له مخې، هغه کور چې د القاعدې مشر په نښه شوی و، د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یوه خپلوان کور دی.

وروسته بیا د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه مرکه کې وویل چې د حقاني شبکې مشران په کابل کې د ایمن الظواهري له شتون څخه “یقینً” خبر وو.

امریکايي رسنیو د یکشنبې په ورځ د اسد په ۹مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د کابل ښار په شیرپور سیمه کې پر یوه کور د هوايي برید په ترڅ کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *