د طالبانو د حکومت ویاند د احمد مسعود د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دغه ډله هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې امنیت ګډوډ کړي
د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ادعا کوي چې د دې ډلې د اوسني مشر حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه په کې ونډه لري.
د طالبانو د وياند مرستيال وويل: “اوس مهال زموږ په هېواد کې داسې کوم حرکت، پديده او يا داسې څه نشته چې فزيکي وجود او ثابت ټکي ولري او موږ لا هم اجازه نه ورکوو چې د خپلو خلکو امنيت ګډوډ کړي.”
باید وویل شي، چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم په دې وروستیو کې له اتلانتیک شورا سره په خبرو کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله او قانوني حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
احمد مسعود وویل: “تر څو چې د یوې رڼې قانوني پروسې له لارې یو قانوني حکومت جوړ نه شي چې د افغانستان خلکو او نړۍ ته ځواب ویونکی وي، موږ به له مقاومت څخه لاس وانخلو.”
باید وویل شي چې نړیوالې ټولنې ویلي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو یو شرط په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول دي، خو دغه ډله ادعا کوي چې اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله دی.