افغانستان 24 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اروپايي ټولنه: له افغانستان سره مرستې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو مشروط دي

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا تاسیس د لومړۍ کلیزې په مناسبت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه ټوېټ کې ویلي چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو مشروط دي

د معمار وحدت د خبري آژانس له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن یکشنبه (د اسد ۲۳مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د اروپايي ټولنې ونډه په دغه هېواد کې یوه ټول شموله سیاسي پروسې ته اړتیا لري.

نیکلاسن زیاته کړه: “په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري چې د ټولو نارینه وو او ښځو په بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون سره وي.”

نوموړي همداراز په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو یو کال تېرېږي او تېره ورځ ملا محمد حسن اخند؛ داسلامی امارت لومړی وزیر پوځونو او مامورینو ته په خطاب کې هغوی ته له تاوتریخوالی او خپلسری چلند څخه خبرداری ورکړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *