افغانستان 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

د چین د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان ۹۸ سلنه واردات له مالیې معاف کیږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد ته د افغانستان ۹۸ سلنه واردات له مالیې معاف دي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت زیاته کړه چې اوس هم د افغانستان ۹۸ سلنه واردات له مالیې پرته هېواد ته داخل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت وزیر “وانګ يي” دغه څرګندونې په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې کړې دي.
وانګ يي وويل، چين به د روان کال له اګست مياشتې څخه افغان اتباعو ته د ويزو ورکولو لړۍ بيا پيل کړي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې چین افغانانو ته د ویزو پر ورکولو سربېره د اریانا افغان هوايي شرکت ته هم اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته الوتنې وکړي.
د اعلامیې له مخې، وانګ یی ټینګار وکړ چې که په افغانستان کې د کوکنارو کښت ودرول شي، چین چمتو دی چې افغان بزګرانو ته بدیل محصولات ورکړي.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *