افغانستان 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو ویاند: اجازه نه ورکوو چې افغانستان د داعش په ځاله بدل شي/ په افغانستان کې د داعش فعالیت حقیقت نه لري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه په افغانستان کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نویو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله به اجازه ورنکړي چې افغانستان د داعش ډلې په مرکز بدل شي. د داعش ځالې او دا چې په افغانستان کې د داعش د زیاتوالي اټکل حقیقت نه لري.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي مجاهد تېره شپه (۷ اسد) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “په افغانستان کې د داعش د پدیدې د زیاتېدو اټکل ناسم او له حقیقت څخه لرې دی.”
ښاغلي مجاهد د روسیې پر استازي نیوکه کړې او لیکلي یې دي: “د داعش د بغاوت کوونکو د کمپاین په اړه اندېښنې پیدا کول دي چې باید ونه شي.”
هغه ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې مات شوی او د ورکیدو په حال کې دی او د افغانستان اسلامی امارت او خلک به داعش ته اجازه ورنکړی چې په هیواد کې ځالې جوړې کړی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په چارو کې د روسیې استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت زیات شوی او د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر له ۲۰۰۰۰ څخه ۶ زرو ته لوړ شوی دی.
هغه وویل، دا وضعیت نه یوازې د افغانستان بلکې د روسیې د متحدینو لکه ایران، پاکستان او چین ملي ګټو ته هم ګواښ دی.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *