افغانستان 30 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

سیګار: په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن شوی، شاوخوا ۲۲.۸ میلیونه افغانان خوراکي توکو ته اړتیا لري

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ سیګار په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي، چې ۲۲.۸ میلیونه افغانان په عاجله توګه خوراکي توکو ته اړتیا لري.
سیګار دا مطلب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو د څانګې په حواله لیکلي؛ دا اړتیا د تیر کال په پرتله دوه چنده عدد ښیي.
په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د جګړو له امله ۶۷۰ زرو ته رسېده، اوس ۷۱۰ زرو ته رسېدلی دی.
دغه اداره وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر اوس ۲۴.۴ میلیونو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې د ۶ میلیونه کم و.
په همدې حال کې سیګار وايي، خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خوراکي توکو د کمښت، وچکالۍ او د ساري ناروغیو له امله وضعیت خراب شي.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *