افغانستان 26 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

‘امریکا دې د افغانستان شتمني ازاده کړي او د تعامل پر بنسټ دې مخته ولاړه شي’

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي له کابل سره د تعامل پر بنسټ مخ ته ولاړه شي. 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست ته په سفر کې د دغه ولایت له ولسونو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلی حقاني د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کول، نا عادلانه بولي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل:«په دې شلو کلونو کې دې کوم ثبوت افغانستان کې پیدا کړ؟ بیا راځې د دغو خلکو په سرمایه خېټه اچوې او له محدود شمېر خلکو نه غچ اخلې، خو دوی سره خو دې شل کاله مقابله وکړله.»

نوموړی د ټول ګډونه حکومت په اړه وایي:«موږ وایوو چې په داسې ګرمو وینو کې د ټول شموله چیغې مه وهئ، لږ صبر وکړئ چې دا کفري مفکورې ختمې شي او افغانان په خپل ملي هویت او اسلامي رنګ سره برابر شي، همه شمول په خپله منځ ته راځي.»

د کورنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه وايي چې زموږ له اړخ به تاسو ته هېڅ ډول ګواښ ونه رسېږي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني څرګنده کړه:«دا نه وایوو چې موږ د پاکستان، ایران او یا چین مخالف یوو، موږ افغانانو دا امتحان ورکړی دی او دوی ته بیا هم اطمنان ورکوو چې زموږ له اړخه به تاسو ته هېڅ تهدید ونه رسېږي، خو له تاسو هم د متقابل تعامل غوښتنه کوو.»

ښاغلي حقاني له خلکو وغوښتل چې د یووالي او یو بل منلو په پار هڅې وکړي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *