افغانستان 25 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د سېلاب ځپلو ولایتونو اوسېدونکې د لا ډېرې مرستې غوښتنه کوي

د هېواد سېلاب ځپلو ولايتونو یو شمېر اوسېدونکي دوي ته وېشل شوې مرستې کافي نه بولي او له دولت او مرستندویه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتونه کوي.

دوی وايي چې حکومت دې د خلکو د کورونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له ویجاړیو وروسته سېلابونو هم یو شمېر خلک زیانمن کړل.

سېلاب ځپلي وايي، په‌دې سېلابونو کې ګڼ زیانونه وراوښتي دي.

په غزني ولایت کې سېلاب ځپلی قاري معروف وايي: «له مرستندویه موسسو او اسلامي امارته غوښتنه کوو چې له موږ سره زیاتې مرستې وکړي، څو زموږ کورونه او جوماتونه ورغول شي.»

په پکتيا ولايت کې سېلاب ځپلی دولت خان: «زموږ ځمکې او کورونه يې ويجاړ کړي دي، مهرباني وکړئ مرسته وکړئ.»

په پکتیکا ولایت کې سېلاب ځپلی محمد غني: «زموږ کورونه ویجاړ شوي، نور نه شم کولای چې دا کورونه جوړ کړم.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه نظرمیر زیارمل وايي: «د دغو مرستو په وېش کې ستونزې شته او د دغو مرستو اندازه کمه ده. په‌دې برخه کې باید دولت او مرستندویه بنسټونه په ګډه او اوږدمهاله تصمیم ونیسي او په داسې ډول مرسته او توزیع وکړي چې زیانمن شوي خلکو ته وویشل شي او ستونزې یې حل شي.»

ورته مهال طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، داسې پلان یې جوړ کړی چې له مخې به یې د زیانمنو شویو لپاره د سرپناه ستونزه هواره شي.

د دې وزارت سرپرست وزیر غلام غوث ناصري وايي: «اوس د دایمي سرپناه ستونزه هواره شوې او په‌دې برخه کې کار روان دی او لا زیاتې هڅې کوو او ۱۶۰ مېلیونه افغانۍ د اسلامي امارت له ادرسه وېشل شوي، سل زره افغانۍ د شهیدانو په کورنیو او پنځوس زره افغانۍ ټپیانو ته ویشل شوي دي.»

ورته مهال د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي: «امارت په یوه پلان غور کوي چې پر بنسټ به یې له هغو زلزله ځپلو سره مرسته وشي چې کورونه یې زیانمن شوي او همدارنګه هغو کسانو ته چې په وروستیو سیلابونو کې یې کورونه له ویجاړ شوي دي.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، په وروستیو سېلابونو کې شاوخوا ۷۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰ نور ټپیان شوي دي. له دې سربېره د زرګونه جریبه ځمکې محصولات له منځه تللي او همداراز څه باندې ۲ زره څاروي هم تلف شوي دي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *