افغانستان 25 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې د پرمختګ خبر ورکوي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی دی.

د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، کابل اوس له ټولو ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولانو سره په کتنه کې ویلي، دمګړۍ اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره رسمي اړیکې لري او په‌دې برخه کې پرمختګونه هم راغلي دي.

ښاغلی متقي وايي: «د نړۍ له هېوادونو سره زموږ او ستاسو اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې او ښې کېږي. تاسو ګورئ چې د نړۍ او د سیمې له لویو هېوادونو څخه لوړ پوړي پلاوي کابل ته راځي او له کابله پلاوي نورو هېوادونو ته ځي.»

امیرخان متقي په خپله وینا کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه هم څرګندونې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي: «د نړۍ له هېوادونو سره چې په هره کچه اړیکې لرو، هماغه اړیکې او تګ راتګ په رسمي بڼه دی، خو که رسمي اعلان نه‌دی شوی، دا یوه جلا مساله ده چې ډېری عوامل لري او موږ په‌دې کې لاسته راوړنې لرو.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو شاوخوا ۱۱ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د رسمېت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي چې د نړیوالو په باور لا تر اوسه کابل نه‌دي عملي کړي.

ورته مهال د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان د اسلامي امارت د رسمیت نه پیژندلو لامل د نړیوالې ټولنې  شرایطو ته غاړې نه ایښودل بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لاره کې بنسټیزه ستونزه د افغان ټولنې د واقعیتونو پر بنسټ د یوه ټول ګډونه حکومت نه‌شتوالی دی.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه، نصیر احمد ترکي وايي: «هېوادونه د بشري بحرانونو د مخنیوي یا حل کولو لپاره له واکمنو ډلو سره اړیکه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کندز اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت به د دوی ټولو ستونزو ته حل لارې ومومي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *