تحلیل سیاسی 21 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

چین او روسیه اوس په افغانستان کې د څه په لټه کې دي؟

له دغه هېواد څخه د امريکا د متحدو ايالتونو له وتلو وروسته چين او روسيه په افغانستان کې د زيات نفوذ په لټه کې دي.

د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د دغه هيواد د شل کلن اشغال په ترڅ کي واشنګټن هيڅکله چين او روسيې ته اجازه ور نه کړه، چي په دغه هيواد کي له هغو دولتونو سره چي دوی يې ملاتړ کوي، خپل منځي اړيکې ټينګې کړي. روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو د دوه لسیزو حضور په ترڅ کې هڅه وکړه چې په افغانستان کې دخیل شي او چین هم د امریکا تر سیوري لاندې د اقتصادي اړیکو د ټینګولو په هدف وو؛ خو هغه څه چې په پرله پسې ډول پرې بحثونه کېدل د دغو دوو هېوادونو وېره وه چې له افغانستان سره د دوی ګډې پولې به ناامنه شي.

مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه ووځي، چین او په ځانګړې توګه روسیې په پټه له طالبانو سره پوځي، استخباراتي او مالي مرستې کولې، څو له امریکا سره مقابله وکړي او له دې امله چې د امریکا له ملاتړه برخمنو پخوانیو حکومتونو څخه ناهیلي شوي وو، هڅه یې وکړه چي د طالبانو واک ترلاسه کړي. خو له افغانستانه د امريکا له وتلو او د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته چين او روسيې له دغه فرصته ګټه پورته کړه او د اقتصادي، امنيتي او سياسي اړيکو د ټينګولو لپاره يې خپله ستراتيژيکه تګلاره تعقيب کړه.

دا حقیقت چې د چین او روسیې سفارتونه د طالبانو د رژیم له پیل راهیسې فعال دي، د دې ښودنه کوي چې دغه دواړه هیوادونه له افغانستانه د امریکا د وتلو او د طالبانو د رژیم د رامنځ ته کیدو په اړه ښه او مثبت نظر لري. هڅه کوي په افغانستان کې قوي حضور ولري او د طالبانو د رژیم د نسکوریدو مخه ونیسي. د افغانستان په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وروستۍ وینا کې له طالبانو سره د دغه هېواد غوڅ ملاتړ څرګند دی، ښاغلي لاوروف وویل چې د افغانستان وضعیت بیا د خرابېدو اجازه نه ورکول کېږي، ځکه دا د افغانستان د خلکو لپاره د ناټو له شتون څخه د شلو کلونو په تېرېدو سره دا به ډېره ستونزمنه وي او د افغانستان د اوسني بحران او د افغانستان د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړولو لامل د امريکا متحده ايالات دي.

خو ولې افغانستان د روسیې او چین لپاره دومره مهم دی؟ په ځواب کې ویلای شو چې افغانستان د سیمې او نړۍ د قدرتونو لپاره جیو پولیټیکل هیواد دی. د امنیت له پلوه د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو وروسته افغانستان تل د چین او روسیې لپاره د خطر او ګواښ سرچینه وه. چین او روسیه د کورنیو جګړو او بیا په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو د درندو پوځي ځای پر ځای کېدو پر مهال ډېر ګواښمن وو او داسې تضمین نه و چې د افغانستان له لارې به د دغو دواړو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ شي.

خو چین او روسیه چې په افغانستان کې د ناامنیو له ګواښ څخه سخت اندېښمن وو او له امریکا او د دغه هېواد له ملاتړو دولتونو څخه ناهیلي شوي وو، بالاخره یې د طالبانو له ډلې سره اړیکه ونیوله او له نږدېوالي او پراخ ملاتړ وروسته یې په بدل کې طالبانو دغو دواړو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د دغې ډلې له خوا به هېڅ ګواښ ورته ونه رسېږي. د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته خپل تضمین ته غاړه کیښوده او اعلان یې وکړ چې له افغانستان څخه به د دغو دواړو هیوادونو پولو ته د ګواښونو مخه نیسي. د امریکا له وتلو او د هغوی په ملاتړ د یوه حکومت په رامنځ ته کېدو او د دغو دواړو هېوادونو په پولو کې د ناامنۍ د خطر له منځه تللو سره، چین او روسیه په افغانستان کې د لا زیات نفوذ په لټه کې دي او له همدې امله دوی خپلې اقتصادي ګټې تعقیبوي.

په همدې حال کې افغانستان د طبیعي زیرمو په لرلو سره له اقتصادي اړخه هم د ځواکمنو هېوادونو لپاره خورا مهم دی، ځکه چې د کانونو، ګازو او تېلو ډېرې زېرمې لري، چې ډېری یې تر اوسه له پامه غورځول شوي دي. د هېواد بډایه کاني زیرمې چې په کې سره زر، سپین زر، المونیم، یورانیم، لیتیم او اوسپنه شامل دي، سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو د دغو کانونو د استخراج لپاره پټې هڅې وکړې، خو د دغو کانونو زیاتره برخه لا هم استخراجیږي. نو له دې سره سره چې په افغانستان کې د نړۍ دوهم ستر کان شتون لري او ارزښت یې په سلګونو ملیارد ډالره دی او د دغه هیواد لیتیم چې د کیفیت له پلوه په لوړه کچه دی او همدارنګه د ډبرو سکرو بډایه کانونه لري. قیمتي ډبرې او د نفتو زېرمې لري چې څو کاله وړاندې د هېواد د ټولو طبيعي زېرمو ارزښت درې تريليون ډالره اټکل شوى و، چې اوس د طالبانو له واکمنۍ او د افغانستان د مالي سرچينو له بندېدو او په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران له رامنځته کېدو وروسته د دغو زېرمو د را ايستلو امکان شته او د افغانستان لپاره د عاید تولید یو ځل بیا لوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت د واک له ترلاسه کولو راهیسې هڅه کوي چې د هېواد په کانونو کې په ځانګړې توګه له چین څخه پانګونه راجلب کړي. څه موده وړاندې د چین استازو افغانستان ته سفر وکړ او له دغې غونډې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې په هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط برابر شوی، ځکه لازم امنیت برابر شوی او بیا یې د چین له حکومت سره د تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړ. روسيې هم افغانستان ته خپل استازي لېږلي چې د دغه هېواد د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *