راپور 21 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

افغاني سرې میاشتې: له زلزله ځپلو سره مرستې باید له موږ سره په همغږۍ وویشل شي

مرستندویه بنسټونه باید خپلې مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ زلزله ځپلو ته وویشي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي له ملي او نړيوالو خيريه موسسو وغوښتل، چې خپلې مرستې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لارې او يا هم له دغې ادارې سره په همغږۍ د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره وويشي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي نن دوشنبه د سرطان په ٦مه، په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى له بېلابېلو ولايتونو څخه ٥٥ ټيمونه د سروې او ارزونې لپاره پکتيکا او خوست ولايتونو ته لېږلي دي ترڅو زیانمنې شوې کورنۍ په سمه توګه وپیژندل شي او د مرستو د ویش په بهیر کې د فساد او ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال وايي، چې تر اوسه يو شمېر ګاونډيو هېوادونو، د سيمې او يو شمېر خيريه موسساتو په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو او ټپيانو کورنيو ته خپلې مرستې رسولې دي. په هرصورت، د زلزلې ځپلو د وضعیت سره د مبارزې لپاره، د زیانمنو کورنیو لپاره د سرپناه، کلینیکونو او ښوونځیو جوړولو او د زلزله ځپلو سیمو د زیربناوو د بیارغولو لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر مرستندويه موسسو او خيريه خلکو له زلزله ځپلو سره د کورنيو توکو او خوراکي توکو مرسته کړې، چې د دغو ټولو توکو لېږد زلزله ځپلو سيمو ته ستونزمن او ګران کار دى.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال له ټولو ملي او نړیوالو مرستندویه موسساتو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې د دغې ادارې له خوا په نښه شویو کورنیو ته د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدي مرستې وکړي.

ملا نورالدين ترابي وويل چې په زلزله ځپلو سيمو کې د ټپيانو د درملنې لپاره ګرځنده کلينيکونه جوړ شوي او د سرې مياشتې د ټيمونو له خوا د يادو شويو سيمو له سروې او ارزونې وروسته په پام کې لري چې په يادو سيمو کې دايمي کلينيکونه هم جوړ شي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لارې به د ملي او نړيوالو بنسټونو مرستې په شفافه او عادلانه توګه زيانمنو شويو کورنيو ته ووېشل شي او د هر ډول فساد او بې عدالتۍ مخه به ونيول شي.

بايد وويل شي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له خونړۍ زلزلې وروسته، چې له امله يې شاوخوا ١٥٠٠ کسان وژل شوي او تر دوه زره ډېر نور ټپيان دي. د سيمې ځينو ګاونډيو او سيمه ييزو او يو شمېر ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو مرستې يې د زلزله ځپلو سیمو ته خپلې مرستې لېږلې دي. او یو شمېر نورو هېوادونو او موسسو هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

خو د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې اړينه ده، چې له دې ادارې سره په همغږۍ ملي او نړيوالې مرستې په زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شي، څو له يوې خوا دغه مرستې اړمنو او زيانمنو شويو کورنيو ته ورسېږي او له بلې خوا د مرستو د ویش په بهیر کې د فساد مخنیوی وشي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *