د طالبانو د حکومت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له امله د قربانیانو په وروستي شمېر کې ۱۰۰۶ مړه او ۳۰۰۶ ټپیان اعلان کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال «شرف الدین مسلم» د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۱مه خبریالانو ته ویلي چې د مرستو د وېش او زیانمن‌شویو سیمو د سروې لړۍ دوام لري.

هغه ویلي چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۷زره او ۸۱۶ کورونه چې څاګانې او د څارویو ځایونه هم پکې نړېدلي دي.

د هغه په وینا چې د دې مرګونې زلزلې له امله د قربانيانو لپاره د لنډمهالې سرپناه په جوړولو نه دي توانېدلي.

نوموړي د زيانمنو لپاره د اساسي سرپناه جوړول ستره ستونزه بللې، خو زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې د یوې کمېټې پر جوړېدو کار روان دی.

بلخوا د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په پکتیکا او خوست کې وروستۍ مرګونې زلزلې ٢١٠٠ کورونه نړولي دي.