افغانستان 07 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي مقاومت جبهه او د ملي مقاومت شورا: د طالبانو هدف د امارت اساسي قانون تصویبول، په زور او لیوالتیا سره مشروعیت ترلاسه کول دي

د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا وايي، طالبان نه شي کولای د علماوو او قومي مخورو په راغونډولو سره خپلې "جبرې واکمنۍ" ته مشروعیت ترلاسه کړي.

د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا وايي، طالبان نه شي کولای د علماوو او قومي مخورو په راغونډولو سره خپلې “جبرې واکمنۍ” ته مشروعیت ترلاسه کړي.
د طالبانو دوو مهمو مخالفو ډلو د ټول شموله موقت حکومت د جوړېدو او ټاکنو غوښتنه کړې ده.

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپوړ له مخې، د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا چې د جنرال دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق او صلاح الدین رباني په څېر سیاستوال په کې شامل دي، په یوه بیانیه کې ویلي چې د طالبانو موخه دا ده چې د امارت اساسي قانون تصویب او خپل امیرالمومنین وټاکي.

مخکیني سیاستوال چې د پخواني حکومت له نسکوریدو راهیسې په ترکیه کې میشت دي، هیله لري چې طالبان به تر کورنیو او نړیوالو فشارونو لاندې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او هغوی ته به په حکومت کې د شاملیدو بلنه ورکړي.

د ملي مقاومت د شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان غواړي “نړۍ ته وښيي چې د خلکو ملاتړ لري.” په هرصورت، دغه شورا د سولې د خبرو پیل او د یوه جامع موقت حکومت رامنځته کول یوازینی د منلو وړ چاره ګڼي، چې په تعقیب یې د یوه منتخب نظام او حکومت رامنځته شي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې هم د طالبانو له هغې غونډې سره چې د پنجشنبې په ورځ ټاکل شوې ده، خپل مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې یې پخواني سیاسي شخصیتونه هم بللي دي که نه.

د مقاومت جبهه طالبان تورنوي چې د کورنیو او بهرنیو عامه افکارو د غولولو لپاره له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د طالبانو دوو مهمو مخالفو ډلو پر خلکو او بهرنیو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو په هڅو دې غولول نه شي.

طالبانو په کابل کې له مشهورو افغان سیاستوالو پرته یوه غونډه جوړه کوي، چې د دوحې د خبرو پر مهال یې ویلي وو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به له افغان سیاسي شخصیتونو او جریانونو سره خبرې پیل کوي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *