افغانستان 05 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په بلخاب کې د طالبانو له خوا د وژل شویو ملکي وګړو نوملړ

په بلخاب کې سیمه ییزو او معتبرو سرچینو پر بلخاب کې د طالبانو په برید کې د ۳۶ ملکي شهیدانو نومونه ورکړل.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ په لېست کې راغلي چې دغه کسان د سرپل په بلخاب کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د نوملړ له مخې، تر اوسه له ۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي، چې ۳۶ یې ښخ شوي دي.

په دغه نوملړ کې د وژل شویو کسانو هویت او عمرونه په ډاګه شوي او د دوی په وینا ډېری قربانیان نارینه او ځوانان دي.

هغه سرچينه چې دغه نوملړ يې چمتو کړى وايي چې دغه نوملړ به د اسنادو لپاره ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو ته واستول شي.

د هغو ۳۶ کسانو له ډلې چې ویل کېږي تر اوسه یې جسدونه ښخ شوي، د پنځو کسانو هویت نه دی څرګند شوی.

د يادو پنځو تنو جسدونه د سرطان په پنځمه نېټه په “خوال سیاګک” کې خاورو ته وسپارل شول.

دغه لېست وايي، چې د بلخاب په ځينو کليو کې د ٢٢ نورو جسدونه هم موندل شوي، خو تر اوسه پېژندل شوي او ښخ شوي نه دي.

په دغه نوملړ کې په «شیر قلعه» کې د شپږو کسانو د جسدونه، په «ایلاق ګړ» کې درې جسدونه او په “چنارک” کې ۱۳ جسدونه موندل شوي دي.

ویل کیږي ۱۳ تنو د چنارک په یوه جومات کې د طالبانو له ویرې پناه اخیستې وه او ټول وژل شوي وو.

سرچينې دا هم وويل، چې د هوش، پروشان، لرکرد، توغي او دهنه په کليو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر جسدونه پاتې دي.

سرچينه وايي، طالبانو تر اوسه د مړي د پېژندلو او ښخولو اجازه نه ده ورکړې.

سرچينه زياتوي، چې پرون او نن ښخ شوي مړي د سپين ږيرو پلرونو او د طالبانو د والي په ليکلي اجازې خاورو ته سپارل شوي دي. خو بیا هم دوی ته د عزت کولو اجازه نه وه ورکړل شوې، او دوی په سپکاوی او ذلت سره ښخ شوي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (يوناما)، سره صليب او د بشري حقونو خبريالانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې بلخاب ته ولاړ شي.

دغه ډله د بلخاب په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ردوي.

طالبان تر دې مخکې په پنجشیر او د بغلان په اندراب سیمه کې د ملکي وګړو په وژلو تورن شوي وو.

په بلخاب کې طالبانو د خپل ناراضه هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد سره نښته وکړه. د دواړو خواوو له خوا د خبرو اترو له هڅو سره، دا هڅې ناکامې شوې او بالاخره طالبانو پر ولسوالۍ برید وکړ.

د جګړې په لومړیو ورځو کې دغې ډلې ترانسپورتي لارې او مخابراتي انتنونه پرې کړل.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *