خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې په پروان ولایت کښې د طالبانو د ښوونې او روزنې مدیر د دغې ډلې د نجونو د ښوونځیو له دوو مدیرانو سره د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن یکشنبه (د اسد ۱۴مه)، مولوي عبدالحبیب متواضع؛ د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې مدیر د دغه ولایت د نجونو د دوو ښوونځیو له مدیرانو سره د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې مولوي عبدالحبیب شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له دندې ګوښه شوی و، خو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالحبيب د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه دى او له کلونو راهيسې يې د پخواني حکومت پر ضد جګړه کړې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.