په اسلام اباد کې افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې د کور په کور پراخ تلاشي پیل کړې او تر اوسه یې ۱۵۰ افغان کډوال نیولي دي. رسنیو دا اعلان هم کړی چې په نیول شویو کسانو کې ښځې هم شته او حتی هغه کسان چې امریکا ته یې د کډوالۍ دوسیې درلودې او الوتنې ته انتظار باسی، د پولیسو له دغه اقدام څخه نه دی خلاص شوی. په هرصورت، دا ممکنه ده چې د نیول شویو کسانو شمیر د هغه څه په پرتله لوړ وي چې په خبرونو کې ویل شوي. یو شمېر افغان کارپوهان وايي، چې دغه اقدامات ښايي د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پړې کړي او پر سیمه ییزو همکاریو منفي اغېز وکړي.