د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د دې ډلې حکومت به په هېواد کې هر ډول تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې پرون د 1403 لمریز کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وکړې چی د دې ډلې حکومت به په هیواد کې د تعلیم لپاره ټولې اسانتیاوې برابروي. مولوي عبدالکبير هم وويل، چې په هېواد کې د ښوونځۍ او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللى دى. نوموړي دغه راز له استادانو وغوښتل، چې د هېواد د بچيانو ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه وکړي او له محصلينو يې وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته لومړيتوب ورکړي.