د چین حکومت اعلان کړی چې پر تایوان د امریکا د وسلو د پلورلو په اعتراض کې یې له امریکا سره د اټومي وسلو د کنټرول خبرې ودرولې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان خبريالانو ته دا خبره وکړه چی په دې وروستیو میاشتو کې تایوان ته د متحده ایالاتو د وسلو بار بار پلور “د وسلو د کنټرول د دوامدارو خبرو اترو لپاره سیاسي فضا په جدي توګه په خطر اچولې ده.” د تایوان ټاپو په خپلواکه توګه اداره کیږي، مګر چین دا د خپلې خاورې برخه ګڼي. لين پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي د وسلو د نړيوال کنټرول په اړه اړيکې وساتي، خو امريکا بايد د چين اساسي ګټو ته درناوی وکړي او د خبرو اترو او د نظريو د تبادلې لپاره لازم شرايط رامنځته کړي.