تاریخ انتشار: 8 سنبله 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 954
pashto.memaarpress.com

امیرخان متقي: د طالبانو له رژیم راهیسې هیڅوک د سیاسي دلایلو له مخې هجرت ته نه دي اړ شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د مهاجرت د نړیوال سازمان له مرستیال سره په کتنه کې وویل چې د دغې ډلې د حکومت په جوړېدو سره هیڅوک د سیاسي ستونزو له امله له افغانستان څخه وتلو ته نه دي اړ شوي.