د طالبانو د اجرائيه رياست اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي چې په راتلونکي کې به د پاسپورت د ترلاسه کولو په برخه کې هېڅ هېوادوال له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې: ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د پاسپورټ د وېش د نویو مرکزونو د پرانستې پر مهال وکړې چی د طالبانو حکومت ژمن دی چې د ټولنې ټولو غړو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي. دغه طالب چارواکي ویلي، چې په راتلونکي کې به هېڅ هېوادوال د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره له کومې ستونزې سره مخ نه شي او د اړتیا په صورت کې به د نورو مرکزونو پر جوړولو هم غور وشي.