په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، د دې ډلې حکومت به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له یوه پاکستاني خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د دغې ډلې حکومت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په خپلواکه توګه عمل کوي. ښاغلي شاهین زیاته کړه چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او عناصر یې د سیمې نورو هېوادونو ته تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو مشرانو په وار وار په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې غوښتنه کړې او له طالبانو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.