تاریخ انتشار: 26 جوزا 1403 - 4 ماه پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 9085
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د راشاتودي په وینا، د روسیې مرکزي بانک (CBR) نن په یوه بیانیه کې دا اعلان وکړ چی چینايي یوان د یورو او ډالر پر ځای د دغه هېواد اصلي بهرنۍ کرنسۍ ګرځېدلې ده. دا بیانیه په داسې حال کې راځي چې د متحده ایالاتو د بندیزونو وروستي پړاو د چهارشنبې په ورځ د مسکو د سټاک ایکسچینج د ډالرو او یورو تجارت ودراوه. د دغه راپور له مخې، د اوکراین له جګړې وروسته پر روسیې د لویدیځ د بندیزونو په لړ کې، مسکو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ډالرو او یورو د بدلولو لپاره په فعاله توګه کار پیل کړی دی.

د روسیې مرکزي بانک: چینایي یوان د ډالر ځای نیسي