تاریخ انتشار: 31 اسد 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 856

د شفافیت نړیوال سازمان: افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د فاسدو هیوادونو په لیست کې شامل شو

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، د وروستیو تحلیلونو پر بنسټ، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د بشري حقونو خونديتوب خورا مهم دی او په دې برخه کې هغه هېوادونه چې له مدني آزادیو برخمن دي، لوړې نمرې اخیستې دي. د دې شاخص له مخې افغانستان د نړۍ په ۷ فاسدو هېوادونو کې دی او د پخوا په پرتله په بد وضعیت کې دی.