د طالبانو سیاسي کمیسون د دوحې د غونډې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه جوړه شي، د نظر تبادله وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو د یکشنبې په ورځ (د دلو ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د سیاسي کمیسیون غونډه پرون د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوه. په دې کتنه کې د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت د غونډې په اړه چې تېره اوونۍ جوړه شوې وه، خبرې وکړې او وېویل چي له ارزونې وروسته دغه غونډه د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا او پياوړتيا له امله مهمه او بريالۍ بلل شوې ده.