د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرست جنګ اونال سره وکتل او ترکي پانګوالو ته یې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه (د دلو ۸ مه) خبر ورکړ چی په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو پر جوړولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو، په ترکیه کې د غالیو د صادراتو د دایمي مرکز پر جوړولو او اروپايي هېوادونو ته د افغاني غالیو د صادرولو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.