د پاکستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي په دغه هیواد کې د وسله والو ډلو له خوا د ناامنیو له زیاتیدو وروسته دغه څرګندونې وکړې چی له افغانستان سره د اړیکو بیا رغول له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د طالبانو په جدي معاملو پورې اړه لري. سولنګي وويل: که کابل د پاکستاني طالبانو په ګډون تروريستانو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، د دواړو هېوادونو د اړيکو راتلونکى به خراب شي. پاکستاني چارواکو په وار وار اعلان کړی چې TTP په افغانستان کې پټنځایونه لري او له دغه هیواد څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.