د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر مشر حسیب الله احمدي وايي، په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی دی. تر دې مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ورته څرګندونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید صفر ته رسېدلی دی.