د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، چې ایران به د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د بریکس ډلې بشپړ غړی وګڼل شي. موږ تل د بریکس ګروپ فرصتونو ته پاملرنه کړې ده. دغه ډله ایران ته څو اړخیز فرصتونه برابروي. د ایران د نړیوال دریځ د ښه کولو یوه پایله په بریکس کې د هغه غړیتوب دی. په بریکس کې د ایران بشپړ غړیتوب د ایران لپاره یو له نړیوالو پایلې څخه دی. د دغې ډلې له ظرفیتونو څخه په استفادې سره ایران په نړیوالو څو اړخیزو مسایلو کښې خپل رغنده او اغیزمن رول ولوبوي.