د ایران، هند او ارمنستان دیپلوماتانو د سه شنبې په ورځ له چابهار بندر څخه د لازیاتې موثرې استفادې او له شمال څخه جنوب ته د نړیوال دهلیز په پراختیا کې په ګډون ټینګار وکړ.
معمار پرس د خبر له مخې؛ د ارمنستان په پلازمینه ایروان کې د ایران او هند سفیرانو او د ارمنستان یو جګپوړی ډیپلوماټ د سه شنبې په ورځ د شمال او جنوب په نړیوال ټرانسپورټ دهلیز کې د ارمنستان د ونډې، له چابهار بندر څخه د ښې استفادې او له ایران سره د ملګرتیاو په زیاتولو باندې ټینګار وکړ. هند د ایران په چابهار بندر کې دوه ترمینلونه جوړ کړي دي. دغه هېواد وړاندیز کړی چې د عمان په بحیره کې پروت بندر د شمال-جنوب د نړیوال ترانسپورت دهلېز په پروژه کې شامل شي چې په ۲۰۰۰ کال کې د روسیې، ایران او هند له خوا پیل شوی و.