د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره له دغې ډلې سره د ۱۴۲ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو چارو وزارت نن چهارشنبه د قوس ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر له مشرې رافیلا لودیک سره کتلي دي. په دې کتنه کې مېرمن رافیلا له حقاني سره د مالي مرستو پر ژمنې سربېره د هغو کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستنېږي. نوموړي وویل، دوی به په هر ډول حالاتو کې له دغه وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.