تاریخ انتشار: 23 اسد 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 702

فرانک مکینزي: د افغانستان سقوط د دوحې د تړون په واسطه پیښه وشوه؛ د ټرمپ او بایډن ادارې دواړه د سقوط لپاره ملامت دي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې پخواني قوماندان جنرال فرانک مکینزي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کلنې کلیزې په مناسبت له افغانستانه د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې ده د امریکايي ځواکونو د ساتلو وړاندیز کړی و. فرانک مکینزي وايي، د ټرمپ او بایډن حکومتونو دواړه غوښتل چې له افغانستانه ووځي او دواړه د دې هېواد د سقوط پړه پر غاړه لري، د ده په وینا، د دوحې په خبرو کې طالبانو ښه نیت نه درلود او د افغانستان د سقوط بنسټ د دوحې تړون دی.