د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې بشري سازمانونه توانېدلي چې په افغانستان کې لږترلږه ۷۹۲ زره ماینونه پاک کړي. اوچا دغه احصایه د عقرب په ۳۰مه نېټه په خپله ټولنیزه پاڼه کې خپره کړه. تر دې مخکې د سره صليب نړيوالې کمېټې او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې اوس هم په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان د ناچاودو توکو او ماينونو قرباني کېږي.