طالبانو په پنجشیر ولایت کې د زمردو ۱۲۵۰ کانونه کشف کړي دي. دغه کانونه د دغه ولايت په پيريان ولسوالۍ کې موقعيت لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري رسنیو ته وویل: تر دې دمه د زمرد ۵۵۰ کانونو ته د استخراج جوازونه صادر شوي دي. دغو جوازونو سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. اميري دغه راز وويل چې په پنجشېر کې د سرو زرو، یاقوت او اوسپنې د استخراج د پروسې د پيل کار هم روان دى.