د فارس خلیج د همکارۍ د شورا سرمنشي د غزې په شمال کښې د جبالیه په کمپ د بمباریو او وژلو د صهیونیسټانو جنایت په کلکه وغانده او هغه یې یو جنګي جنایت وباله.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د عربی رسنیو د راپور له مخې جاسم البدیوی د چهارشنبه په ورځ وویل: «د جبالیه کمپ د اوسېدونکو وژنه د غزې په تړانګه کې د بې ګناه ملکیانو په وړاندې د اسراییلی اشغالګرو له خوا ترسره شوی جنایت دی». صهیونیسټ رژیم په غزې کښې په خپل وروستي جنایت کښې د جبالیه په کمپ وحشیانه بمبارۍ وکړې.