د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د دې ډلې د کندک انتحاری قومندان او د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب د خپلو ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه وټاکه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۸مه) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې ملا هبت الله عبدالرحمن کندوزی په هلمند کې د دې ډلې د نوي والي په توګه ټاکلی دی. تر دې مخکې عبدالاحد طالب په هلمند کې د طالبانو د کندک انتحاری قومندان او د دې ډلې والي و.