په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو د مهاجرت وزیر د بشري مرستو پر ویش او ضایع کیدو نیوکه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په سهار (د عقرب ۴ مه) وویل چی د طالبانو د مهاجرت وزیر خلیل الرحمن حقاني د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراختیايي مرستو له مسوول او په افغانستان کې د دې اتحادیې له مرستیال سفیر سره وکتل. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حقاني له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاریو د قدردانۍ پرمهال ویلي، چې د مرستو اندازه ډېره ده، خو مثبته پایله یې نه تر سترګو کېږي.