د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز مشر مولوي نعيم الحق حقاني د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې له مسوولينو سره په کتنه کې وويل: اسلامي امارت د اسلام او شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې په هیواد کې د ازادو رسنیو د فعالیت لپاره ښه او مناسب پلیټ فارم برابر کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د عقرب ۳مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې مولوي نعيم الحق حقاني د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې له مسوولينو او غړو سره وکتل.