د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې او په فلسطین کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه (یکشنبه د میزان ۱۶مه) اعلان وکړ چې حسین امیرعبداللهیان د هرات د زلزلې په تړاو خپل خواخوږي څرګنده کړه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان ته د ایران د ژغورنې، مرستندویه او اړینو مرستو د ټیمونو د استولو اعلان وکړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د افغانستان له خلکو سره د ایران له خواخوږۍ او ملګرتیا او د مرستندویه ډلو له لېږلو مننه وکړه.