د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سعودي عربستان له استازي شهزاده جلوی بن ترکي آل سعود سره په لیدنه کې د "دوه اړخیزو غونډو او بشري مرستو" پر زیاتوالي خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ د میزان په ۸ مه په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د فرامت مسکو د پنځمې غونډې په څنډه کې جوړه شوې ده. متقي زیاته کړه، طالبان له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو هرکلی کوي.