طالبانو د افغانستان په زندانونو کې د دغې ډلې له خوا د بندیانو د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې دغه راپور درواغ او پروپاګند بللی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن (د سنبلې۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «یوناما یو راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کورونو او زندانونو د نیولو پر مهال له بندیانو سره ناوړه چلند او زورول کېږي، موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو.» په دغه اعلامیه کې ادعا شوې چې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لپاره ټول خدمات موجود دي او هیڅ زنداني درد نه لري.