د ایکسپریس ټریبیون په راپور کې، چې د پاکستان پوځ ته نږدې یوه خپرونه ده، ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په وړاندې د کابل نه اقدام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ ریښه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ویل شوي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اوسنۍ کړکېچ د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د کابل د نه اقدام له امله رامنځته شوی دی. دې خپرونې له څو ورځو راهیسې د سرحدي نښتو او د تورخم د لارې د تړل کېدو یادونه کړې او وايي، چې د دې جګړې تر سطحې لاندې په سرحدي سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو د موجودیت مسله ده.